د کندهار د امنېه قوماندانۍ وياند مولوي اسدالله جمشيد ویلي؛ د ترافیکو مدیرېت په ۱۴۰۲ ل کال کې د يادو ۲۴۷ ميليونه افغانيو څخه، دری میلیونه، ۴۵۷ زره او ۸۰۰ افغانۍ د موټر چلولو د جوازونو د لاېسنسونو د توزیع له درکه، پنځه میلیونه، ۶۷۳ زره او ۶۰۷ افغانۍ د جواز سیرونو له توزیع او ۹۹ زره او ۵۰ افغانۍ د لېن د موټرو څخه تر لاسه کړي دي.
همدارنګه ۲۰۴ میلیونه، ۸۳ زره او ۶۸۱ افغانی، نهه زره او ۶۴ موټرونو ته د موقت جوازونو د ورکړي څخه ترلاسه کړي او ۲۵ ميليونه، ۶۷۷ زره او ۸۸۱ افغانی ۸۸۴ بسونو ته د موقت جوازونو د ورکړي څخه او همدارنګه اته ميليونه، ۶۰۷ زره او ۱۵۰ افغانی، ۳۸ عرادې لاريو ته د موقت جوازونو د ورکړي څخه تر لاسه کړي دي.
ښاغلي جمشيد زیاته کړې، ياد مديرېت ١٩ د ترافیکي اصولو او مقرراتو کورسونه دایر کړي او څلور زره او ۹۴۹ کسان د ترافیکي اصولو د زده کړې څخه فارغ شوي، چې برياليو کسانو ته د چلولو جوازونه ورکول شوي دي.