د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د اوزبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره لیدنه کړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې د پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل، د افغانستان د ترانزیتي توکو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په رامځته کولو او د اوزبیکستان له خاورې څخه د افغان سوداګریزو توکو د ټرانزیټي تعرفو د کمولو په اړه خبرې کړي دي.
غونډه کې پریکړه شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به د اړوندو ادارو موولين په مزارشريف ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيت د پراختيا پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په موخه جلا غونډه وکړي.