ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزارت او د ایران د کرنې جهاد وزارت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني او د ایران د کرنې جهاد مرستیال وزیر علیرضا مهاجر ترمنځ په کابل کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه لیک په ۵۵ مادو کې د بوټو ساتنې او قرنطین، څیړنې، خاورې پېژندنې، کرنه، ترویج، بدیل معیشت، اوبولګولو، کرنیزې او مالدارۍ زېربناوې، د څارویو روغتیا، دمالدارۍ څیړنې، د خصوصي سکتور ملاتړ، د کرنیزو او درملو بنسټونو ملاتړ او د کارکوونکو د روزنې په برخه کې لاسلیک شوی دی.

د دغه هوکړه لیک د لاسليک په مراسمو کې د ايران په استازيتوب د افغانستان په چارو کې د ايران ځانګړی استازی کاظمي قومي، د ایران د کرنې جهاد د بوټو ساتنې ادارې چارسمبالې مریم جلیلي مقدم، د ایران د کرنې او مالدارۍ د برخې یو شمېر کار پوهانو او د کرنې وزارت له خوا د دفتر رییس مولوی حسین احمد خورشید، د بوټوساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم، د مرستیالۍ سلاکار مولوی ګل حضرت، د مقام سلاکار میرویس خوګیانی، د وزارت د مقام سلا کار حشمت الله شهراني، د خاورې پېژندنې رییس حمیدالله احمدزی، د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب، او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې څخه د یادې خونې رییس خان محمد فروتن او د دې خونې غړو شتون درلود.

دغه هوکړه لیک، د ایران د کرنې جهاد وزارت د لوړ پوړې پلاوي د سفر په ترڅ کې د افغانستان د کرنې وزارت مشرتابه او کارپوهانو او د ایران د کرنې جهاد وزارت مسولینو او کارپوهانو ترمنځ له څو ورځو خبرو اترو وروسته لاسلیک شو، په دې برخه کې به عملي کار په راتلونکو ورځو کې پیل شي.