د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد له یو شمېر ډاکټرانو او متخصصینو سره لیدنه کړې.
د دې کتنې په پیل کې یادو ډاکټرانو او متخصصینو په هېواد کې د روغتیایي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د روغتیا او روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي برخې ته یې د اسلامي امارت پر جدي پاملرنې خوښي څرګنده کړې.
دوی زیاته ویلي؛ روغتیایي سکتور په هېواد کې د کیفیت لوړولو او لازیاتې پاملرنې ته اړتیا لري، ترڅو هېوادوالو ته په غوره توګه روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.
یادو ډاکټرانو غوښتنه کړې؛ چې ډاکټرانو ته دې د تخصص او ظرفیت لوړولو فرصتونو د رامنځته کولو برخې ته دې هم ځانګړې پاملرنه وشي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت ټولو هېوادوالو ته د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې د روغتیا سکتور پر منل شویو معیارونو برابر کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت د خپل توان اړوند هڅه کوي، چې په روغتیا سکتور کې ښه والی راشي.