ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یونیسف: اسرائیلو په غزه کې ۱۳ زره ماشومان وژلي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندق په خپل تازه راپور کې ویلي، چې صهیونست ځواکونو د تېر کال د اوکتوبر له اوومې نېټې راهیسې ۱۳ زره فلسطیني ماشومان وژلي، زرګونه یې ټپیان کړي او سلګونه زره نور یې له زده کړو بې برخې کړي او اوس مهال د سختې لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

یونیسف زیاته کړې، چې د غزې ماشومان د ډېرې کمزورۍ له امله ان د ژړا کولو انرژي هم نه لري.

د راپورونو له مخې غزه کې د جګړې له امله زرګونه نور ماشومان یا خو بې سرپرسته شوي او مور او پلار یې په جګړه کې له لاسه ورکړي او یا خو بې ګوره شوي دي.

د دې سربېره د غزې ماشومان له نورو ګڼو ستونزو سره هم مخ دي، چې نړۍ يې په مرسته کولو کې پاتې راغلې ده.