د افغانستان اسلامي د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې ۱۴۰۲ لمریز کال کې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره بدیلې سوداګریزې لارې جوړشوې او بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته په هېواد کې د ننه د پانګونې زمینه برابره شوې ده.
“- له بدیلو لارو ګټه اخیستنه
– د صادراتو زیاتوالی
– د سوداګرېزو خونو جوړول
– په خامو موادو د تعرفې کمول
– د ملي او نړیوالو نندارتونونو جوړول
– د مالیاتي جریمو بښل
– په ګمرکونو کې ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کول
– د هوايي دهلیزونو پرانېستل
– د معیاري ترانسپورټ په برخه کې د لویو لارو پرانیسته
– د توکو د کیفیت کنټرول لپاره د معیاري لابراتورونو جوړول
– د ګمرکونو عصري کول او پکې د برېښنايي خدمتونو وړاندې کول
– په ترانزیټ کې د اسانتیاوو رامنځته کول
– د اوسپنې پټلۍ بیارغونه او پراختیا ورکول
– په سرحدونو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د ګډو بازارونو جوړول
– د صنعتي پارکونو پراختیا
– له ګاونډیو او سيمې هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا
– په بیلا بیلو برخو کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې جلب
– د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه
– په امارتي ادارو کې له کورنیو تولیداتو پر ګټې اخېستنې ټینګار”
له بل لوري د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې تېر کال د بانکداري، پیسو لېږد او ویزو په برخه کې له ستونزو سره سره د سوداګرو د پانګونې لپاره ښه کال وو او افغان سوداګرو د صادراتو او وادرداتو په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې لرلې.
د سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ ترڅنګ بیا په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې د هېواد پرکچه لویې د بیارغونې پروژې هم پلې شوې.
د یاد کال د چنګاښ میاشتې په ۲۴ مه د کابل-کندهار د لويې لارې جوړیدو چارې د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر اخوند له لوري پیل شوې.
د ۱۴۰۲ لمریز کال د تلې په ۱۹ مه د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو د قوشتیپې کانال د لومړي فاز د جوړېدو پرانیسته وکړه او د دویم فاز د جوړېدو چارې یې پیل کړې.
د قوشتیپې په کانال سربیره د افغانستان د تر ټولې لويې ترانزیټې لارې سالنګ بیارغونه وه، چې د هېواد شمال د مرکز کابل سره نښلوي، د سالنګ تونل او جوړیدو چارې یې د لیندۍ میاشتې په ۲۹ نېټه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ټولګټو چارو وزارت وايي؛ په ۱۴۰۲ لمریزکال کې د سړکونو د بیارغونې، ساتنې او څارنې برخه کې ۱۷۳ پروژې پلې کړې، چې د سالنګ تونل جوړول د کابل-کندهار ، کندهار-هرات، هرات-غور او کابل-جلال اباد لويو لارو بیارغونه ساتنه او څارنه هم پکې شامل دي.
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسي او د سیمې او نړۍ سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې د دې لامل شوې، چې اوس افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې ښه نړیوال ملګري پیدا او د نړۍ تر لویو بازارونو خپل تولیدات رسولي شي.
سید زاهد هاشمي