د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوی رییس قاري عزیز الرحمن سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رییس د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات چې د غوره چاپیریال او اقلیم په موخه چمتو شوي، د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
قاري عزیز الرحمن زیاته کړه، افغانستان له اقلیمي بدلونونو څخه متضرر هېواد دی او دا اداره یې د مخنیوي کوښښ کوي. هغه وویل، د خپل پرسونل د ظرفیت لوړول یې په لومړیتوب کې نیولي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په هېواد کې اقلیمي بدلونونو ته په اشارې وویل، د غوره چاپیریال برابرولو په برخه کې د ادارو تر منځ همغږي مهم ګام دی. نوموړي زیاته کړه، د چاپيریال او هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې دې له شته امکاناتو او ظرفیت څخه کار واخیستل شي.
نوموړي له هېوادوالو او ټولو ادارو، په ځانګړي ډول صنعتکارانو څخه وغوښتل چې دچاپیریال ساتنې ته پام وکړي.
افغانستان له اقلیمي بدلونونو څخه متضرر هېواد دی او د چاپېریال ساتنې اداره یې د مخنیوي کوښښ کوي

