د دولسم ټولګي فارغانو د نتایجو د جدولونو د بریښنایي کولو ملي پروسه پرانیستل شوه
یاده پروسه د پوهنې وزارت د شهادتنامو او نتایجو رياست په نوښت او زيار د ساینس مرکز د غونډو په تالار کې پرانیستل شوه.
په دې مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا، د ښوونې او روزنې معين الحاج مولوي سخاء الله سعيد، د سرچینو او ادارې معین شیخ مولوي سعیداحمد شهیدخېل، د کیفیت د تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، ګڼ شمېر رییسانو، امرینو، مدیرانو او کار کوونکو ګډون درلود.
مراسم د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول. په پیل کې د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین وینا وکړه او ویي ویل چې د نتایجو او شهادتنامو په برېښنایي کولو سره به د زده کوونکو د حقونو ساتنه وشي، تعليمي اسناد به یې له خطرونو څخه وساتل شي، وخت به یې نه ضایع کېږي او د جعل مخنيوی به وشي.
ورپسې د سرچینو او ادارې مرستیال د شهادتنامو د برېښنایي کولو د پروسې د ارزښت او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. وروسته د نتایجو او شهادتنامو رییس مولوي صبغت الله وصیل د يادې پروسې په اړه وضاحتي وينا وکړه او زیاته یې کړه چې د دې پروسې د پر مخ بیولو لپاره به ۲۰ تنه مسلکي کارکوونکي وګمارل شي، په دې دېټابیس کې به د پوهنې وزارت له ۱۳۱۹ ـ ۱۴۰۱ هـ .ل کلونو پورې د زده کوونکو د دولسم ټولګي شهادتنامې شتون ولري. د مراسمو په ترڅ کې د پوهنې سرپرست وزیر او د دې وزارت مرستیالانو له لورې څو تنو زدهکوونکو ته شهادتنامې او په ولایتونو کې د شهادتنامو مدیرانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
غونډه د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر له لورې د دعائيې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

