ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو روان وحشت؛ د تېرو یوې ورځې راهیسې ۷۱ فلسطینیان شهیدان شوي

د غزې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د تېرې یوې ورځې راهيسې د اسرائیلو په بریدونو کې د پینځو ماشومانو په ګډون ۷۱ فلسطینیان شهیدان او تر ۱۰۶ زیات ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ اسرائیلي اشغالګرو غزې ته د بشري مرستو رسولو ټولې لارې تړلې او د دې ښار د هستوګنې ۲/۳ برخه کورونه یې ویجاړ کړي.

ورته مهال ملګري ملتونه وایي، چې د غزې نږدې ټول وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.

د وروستیو شمېرنو له مخې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې نږدې ۳۴ زره فلسطینیان شهیدان او څه باندې ۷۶ زره ټپیان شوي، چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي.

د دې تر څنګ ملګرو ملتونو پر غزه د اسرائیلو د بریدونو په تړاو په نوي خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې غزه تړانګه کې څه باندې ۱۰ زره ښځو ژوند بایللی، چې شپږ زره یې میندې دي او اوس‌مهال ۱۹ زره یتیم ماشومان ترې پاتې دي.

په یاد راپور کې ویل شوي، چې یو شمېر ژوندۍ پاتې ښځې کونډې او بې‌کوره شوې او له سختې لوږې او قحطۍ سره مخ دي.

دغه‌راز غزه کې له یو میلیون زیاتې مېرمنې او نجونې خوړو، پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي توکو ته لاسرسی نه لري او له سختو ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي.