د وسلهوال پوځ لوى درستيز قاري فصيح الدين فطرت د ملي دفاع وزارت په مقر کې د تېرې ادارې له يو شمېر جنرالانو او افسرانو سره په لیدنه کې د هغوى ښه نيت او هېواد پالنه ستایلې او ویلي یې دي، چې د اسلامي نظام غيږه د ټولو هېوادوالو پر مخ خلاصه ده او هر څوک کولاى شي چې په خپل ګران هېواد کې له خپلو کورنيو سره په پوره ډاډ او امن ژوند وکړي.
د دې لیدنې پر مهال د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال ډګر جنرال افضل امان او د تېر ادارې د قول اردو پخواني قومندان تورنجنرال شعور ګل د نورو په استازیتوب خپلې ستونزې او ننګونې له لوی درستیز سره شرېکې کړې او ژمنه يې وکړه، چې د اړتیا په صورت کې د ملی دفاع وزارت سره هر ډول همکارۍ او خدمت ته چمتو دي.
همدا راز د تېرې ادارې جنرالانو او افسرانو د وسلهوال پوځ لوی درستیز ته یو نظامي شمشير کرچ ډالۍ کړ او همدا راز د وسلهوال پوځ له لوري هم نوموړو ته سوغاتونه د ډاليو په توګه ورکړل شول.

