د شمالي امریکا په کارابین ټاپو کې پروت باربډوس هېواد فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژاند.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیر کیري سیمونډ ویلي؛ کابینې یې پرېکړه کړې، چې فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژني او رسمي ډیپلوماټیکي اړیکې ورسره رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده، چې بربرډوس د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو له ډلې ۱۴۰م هېواد شو، چې فلسطین دولت په رسمیت پیژني.