ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا له نایجیریا څخه خپل نظامي ځواکونه باسي

ځینو رسنیو د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې یاد هېواد له نایجیریا څخه خپل څه باندې زر پوځیان باسي.

واشنګټن پوست او ځینو نورو رسنیو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځینو چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د مرستیال کورت کمپیل او د ناجیریا د لومړي وزیر علي لمین زین ترمنځ لیدنه کې هوکړه شوې، چې امریکایي پوځيان به ناجیریا پرېږدي او هلته به خپل پوځي شتون پای ته رسوي.

د راپورونو پر اساس امریکا د خپلو بې‌پیلوټه الوتکو تر ټولو مهمه اډه هم له یاد هېواده د افریقا لویدیځ ته لیږدوي.

سرچینو زیاته کړې، چې ناجیریا د امریکایي پوځيانو د وتلو غوښتنه کړې او واشنګټن هم منلې ده.

دغه پرېکړه وروسته ترهغې شوې، چې د ناجیریا خلکو د اشغال پر وړاندې غږ پورته کړ او لارو او کوڅو ته راووتل.

دغه ګام وروسته ترهغې واخیستل شو، چې تېره میاشت د ناجیریا نوي پوځي حکومت له امریکا سره پوځي قرار داد پای ته ورسوو، هغه تړون چې له مخې یې په دغه هېواد کې یو زر او ۱۰۰ امریکایي پوځيان په یاد هېواد کې مېشت دي.

وروسته تر هغې چې تېر کال ناجیریا کې بریالۍ پوځي کودتا ترسره شوه، فرانسوي سرتېري هم له دغه هېواد څخه وشړل شول.

هغه وخت کودتاچیانو ویلي وه، چې تر دې وروسته به هېڅ چاته د خپل هېواد په چارو کې د لاسوهنې او دغه راز د پوځي حضور اجازه ورنکړي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د نایجیریا خلکو د امریکا پر وړاندې په شویو لاریونونو کې د قید او شرط پرته له دغه هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه.

یادو لاریون‌کوونکو ادعا کړې وه، چې امریکایي ځواکونه یې په هېواد کې په ناقانونه ډول میشت دي، چې د بې‌ثباتي او استعمار لامل شوی دی.