تېره ورځ د وري په ۳۱ نېټه د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته یو زر او ۱۰۰ مټریک ټنه د معدني ډبرو صادرات ترسره شوي دي.
په دې صادراتو کې د تالک معدني ډبره شامله وه، چې د ترکیې هېواد مرسينګ ښار ته صادره شوې.
په دې تړاو په روزنک اوسپنې پټلۍ سټيشن کې ځانګړي پرانيستونکي مراسم جوړ شوي وو، چې پکې د هرات د اوسپنې پټلۍ د رییس ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور رییس، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس او ګڼو ځايي افغان او بهرنيو پانګه والو ګډون کړى وو.
د هرات د اوسپنې پټلۍ رییس مفتي محمد نسيم محمدي په دې اړه ویلي؛ په پيل کې به د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد کچه په ورځني ډول يو قطار وي او د سوداګريزو توکو حجم ته په کتلو سره به يې کچه په ورځني ډول دوه قطارونو ته لوړه شي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تر راتګ وروسته د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې په لومړي ځل ياد صادرات ترسره کيږي.