د اپرېل ۲۲ مه چې د ۱۴۰۳ کال د غویي میاشتې له دویمې نېټې سره سمون لري، د ځمکې نړیواله ورځ ده.
یاده ورځ هر کال د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د ځمکې او طبیعي سرچینو د ساتنې په تړاو د خلکو د عامه پوهاوي کچې لوړولو په موخه لمانځل کیږي.
د دې ورځې د لمانځنې طرحه په لومړي ځل په ۱۹۶۹ کال کې د (مک مونل) په نوم شخص لخوا د یونیسـکو په غــونـډه کـې چـې د چاپېــریال ساتنــې په هکلـه جـوړه شـوې وه، مطرح او د ګډونوالو لخوا تایید شوه.
الله تعالی په قران کریم کې د ځمکې د پیدایښت په هکله په ډیرو سورتونو کې اشاره کړې، چې په دې آیت شریف کې فرمایي: “هـُوَ أَنْشَـأَكُـمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَـــرَكُـمْ فِيـهـَا” ژبـاړه: الله تعــالـی تاسـو له ځمکـې (خاورې) پیدا کړ او بیا تاسـو په هغه کـې مېـشت کــړئ.
دا په دې مـانـا ده، چـې الله تعـالـی پـاکـه ځمکـه د انسـانانـو او ټـولو ژوندیو موجوداتو لپاره اوسېدنځای/ پټنځای پیدا کړې ده؛ ځمکنې عناصر یې د انسان او نورو مخلوقاتو لپاره د رزق سرچینه ګرځولې ده، انسان د نورو ژوندیو موجوداتو په څېر د خپل ژوندانه د تېرولو (خوراک، څښاک او نورو اړتیاوو د پوره کولو) او خپلې بقا لپاره پاکې ځمکې ته اړتیا لري.
د اوبـو، هـوا او خـاورې ککـړتیـا؛ دوامـداره وچـکالـي؛ د ګلخـانـهیي ګازونو زیاتیدل؛ د ځنګلونو وهل او له منځه وړل؛ او نورې ډیرې چـاپېـریالـي ستـونـزې هغه ننګونې دي، چې ځمکې ته سخت زیان اړوي.
د افغانستان د چـاپېـریال سـاتنـې ملـي اداره د دې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان له شریفو او متدینو خلکو غواړي، چې د ځمکې او چاپېریال ساتنې په برخه کې خپل دیني او ملي مسوولیتونه ادا کړي.
همدا راز له نـړیـوالـې ټـولنـې هم غوښـتنه کـوي، چـې چاپېـریالي مسایل او د اقلیمي بدلون مسله سیاسي نه کړي؛ افغانستان هغه هېواد دی چې د اقلیمي بدلون له امله سخت اغېزمن شوی او په دې برخه کې یې باید نړیوال مالي ملاتړ وکړي.