ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: افغانستان په سیمه کې د همکاریو د پراختیا، تعامل او ثبات غوښتونکی دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره په بشري، کولتوري او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال او ځانګړي استازي ډاکتر طارق علي بخیت او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په پيل کې ښاغلي بخیت افغانستان ته د اسلامي همکاریو د سازمان د پلاوي او غړو سفر له اسلامي امارت سره د یاد سازمان د غوره نیت او ښو اړیکو ښکارنده بللې.

نوموړي ویلي؛ اسلامي نړۍ او د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره همکارۍ او مرستو ته ژمن دي او یادونه یې کړې، چې د دغه سازمان غړو هېوادونو پریکړه کړې څو یو پلاوي افغانستان ته ولیږي، چې د افغانانو لومړیتوبه مشخص او مرستو ته لاره پرانیزي.

ډاکتر طارق علي بخیت د اسلامي همکاریو د سازمان لخوا له افغانستان سره د مرستو په موخه د یوه ځانګړي صندوق د جوړیدو یادونه هم کړې، چې پر بنسټ به یې افغانانو ته مرستې رسول کیږي او همداراز به د مرستو جلب ته کار وکړي.

نوموړي ویلي؛ د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره پټه اجنډا نه لري بلکې غواړي، چې له افغانانو سره د مرستو او د افغانستان او نړۍ د تعامل په برخه کې هڅې وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له داعش سره د مبارزې او د دې ډلې د ځپل کېدو په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او ویلي يي دي، په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو پلي کول او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د اسلامي امارت کوښښونه مهم او د پام وړ دي.

نوموړي ټينګار کړی، د افغانستان ګاونډي هېوادونه چې له اسلامي امارت سره په ځینو موضوعاتو اندېښنه ولري ښه دا ده چې له نېږدې ورسره د خبرو اترو له لارې شریکه شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کابل ته د اسلامي همکاریو سازمان د ځانګړي استازي او ورسره پلاوی هرکلی کړی او ویلي يي دي؛ اسلامي امارت له افغانستان سره د اسلامي همکاریو سازمان له مرستو او په نړیواله کچه د دغه سازمان له هڅو څخه مننه کوي.

مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د بشري مرستو په دوام ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، هیله من دی چې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان او نورو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې مثبت رول ولوبوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت په تېرو څه کم دریو کلونو کې په افغانستان کې د داعش ډله ختمه کړېده او هیچاته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د نورو هېوادونو په خلاف فعالیت وکړي او افغان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې یو بشپړ اسلامي او خپلواک نظام حاکم دی، چې له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي او په سیمه کې د همکاریو د پراختیا، تعامل او ثبات غوښتونکی دی.

د سیاسي مرستیال په وینا؛ موږ له اسلامي هېوادونو سره ګڼ دیني، فرهنګي، تاریخي او سیاسي مشترکات لرو، تمه لرو چې دغه مشترکات پياوړي او په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته دوام ورکړو.

نوموړي د اسلامي نړۍ پانګوالو ته بلنه ورکړې، چې په افغانستان کې له اوسني فرصت څخه په استفادې پانګونه وکړي او زیاته یې کړه، چې په تېرو کابو دریو کالو کې په افغانستان کې ډېر پرمختګونه راغلي دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې په بدو کې د نجونو ورکول، له میراث د ښځو محرومول او په زور نکاح کول منع اعلان شوي او دا فرمان عملاً د پلي کېدو په حال کې دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي هېوادونه باید د غزې په موضوع کې د مظلومو فلسطینیانو ملاتړ ته دوام ورکړي او اجازه ورنکړي چې دغه سناریو په نورې اسلامي نړۍ هم تکرار شي.