د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو ناستو کې د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او په کابل کې د مېشت اهل تشیع له ځینو علمای کرامو او استازو سره لیدنه کړې.
په لومړۍ ناسته کې راغلو قومي مخورو او علمای کرامو د ولسونو د انسجام او د هغوی د ستونزو د حل له امله د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د هڅو یادونه کړې او د اسلامي نظام پاېښت یې د قومونو مسوولیت یاد کړی دی.
علمای کرامو ویلي؛ افغانان باید د حکومت د ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت له مشرانو سره همکاري وکړي.
هغوی دغه راز د خپلو سیمو ستونزې له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې او له اسلامي امارت سره یې د خپل ملاتړ ډاډ څرګند کړی.
په یوه بله ناسته کې کابل مېشتو اهل تشیع علماوو او مخورو د اسلامي امارت د وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو ستاینه کړې.
د اهل تشیع دغو مخورو د کابل په لوېدیځ کې د رغنیزو پروژو د پیل په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، اسلامي امارت د ټولو افغانانو د ګډ کور په توګه توپیري چلند ته اجازه نه ورکوي.
مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې اړونده ادارې به د اهل تشیع او همداراز له ولایتونو څخه د راغلو مشرانو غوښتنو ته د رسیدنې په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.
نوموړي د افغانانو ترمنځ په یووالي د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې ټول قومونه دې د افغانستان د ابادۍ او ښېرازۍ لپاره لاس په کار شي.