ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د چین لپاره د افغانستان له لوی سفیر او اترا ادارې له لوی رییس سره لیدنې کړې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په بېلا بېلو لیدنو کې په چین کې د اسلامي امارت له سفیر مولوي بلال کریمي او د اترا ادارې له عمومي رییس مولوي سید برات شاه ندیم اغا سره لیدنې کړي.

په دې ناسته کې چې په سپېدار ماڼې کې ترسره شوې مولوي بلال کریمي په چين کې د افغانستان سفارت د چارو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي، افغان ديپلوماتان د چین حکومت او ادارو سره غوره رسمي اړیکې لري.

نوموړي زیاته کړې، د چین هېواد مسولین د داعش، فساد، نشه یي توکو پرضد د اسلامي امارت مبارزې او په اقتصادي برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایي.

ښاغلي کریمي په افغانستان کې امن، شفافیت او ثبات، د کانونو او سوداګرۍ په برخه کې د چینایي پانګوالو د لیوالتیا سبب یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې ګڼ شمېر چینایي پانګوال له افغان سفارت سره په اړیکه کې دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په سیمه او نړۍ کې د چین ونډې ته په اشارې له یاد هېواد سره د اسلامي امارت اړیکې مهمې او د دواړو لورو په ګټه وبللې.

مولوي عبدالکبیر د افغانستان او چین تر منځ د سوداګرۍ غوړېدو په موخه په هغه هېواد کې د افغان سفارت پر لا ډېرو هڅو ټینګار کړی او ویلي يي دي، اسلامي امارت به د دواړو لورو سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

همدارنګه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اترا ادارې له عمومي رییس مولوي سید برات شاه ندیم آغا سره هم لیدنه کړې.

د اترا ادارې عمومي رییس د مخابراتي سکتور د پیاوړتیا، با کیفیته خدمتونو او پراخ مخابراتي پوښښ په موخه د دې ادارې پلان د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړی دی.

ښاغلي ندیم اغا زیاته ویلي، د دوی د ارزونو پر بنسټ اترا اداره د پخوا په پرتله له مسلکي او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو له اړخه په ښه حالت کې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، اترا دې په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدماتو وړاندې کولو ته لومړیتوب ورکړي او همدارنګه په مخابراتي سکتور کې دې لا ډیر اصلاحات پلي کړي.