ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال: ټول افغانان به له متوازن انکشاف څخه برخمن شي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شمالي او مرکزي ولایتونو له یو شمېر مشرانو، علماوو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، د هیواد له ۱۶ ولایتونو څخه راغلو لسګونو مشرانو او علماوو د اسلامي امارت په راتګ خوښي وښوده او اسلامي امارت یې یې د ټولو افغانانو ګډ ټغر یاد کړ.

دوی وویل، اوسني نظام ته خدمت د ټول ولس مسولیت دی او په دې برخه کې یې د خپلو ولسونو د مرستو ډاډ ورکړ.

راغلو کسانو پر پوهنیزو، روغتیايي او پراختیایي چارو کې په خپلو ولایتونو کې د پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې شته ستونزې د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، د اسلامي امارت په بریا کې ټولو ولایتونو قربانۍ ورکړې او ټول د متوازن پرمختګ او بیا رغونې مستحق دي.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي، د خپلو امکاناتو په محدوده کې د ټولو افغانانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او ولس له متوازن انکشاف څخه برخمن شي.

مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت د هېواد د تلپاتې پراختیا او انکشاف په غرض د سترو او متوسطو اساسي پروژو چارې پیل کړې دي.