د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد له یو شمېر هغو هېوادوالو سره چې په اروپا او ځینو نورو هېوادونو کې مېشت دي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره هېواد ته راغلي وو، پخپل کاري دفتر کې ورسره لیدنه کړې.
یاد هېوادوالو او مېلمنو د ملي دفاع له سرپرست وزير سره په لیدنه کې د ښې حکومتولۍ په برخه کې د يوه سوکاله او پرمختللي هېواد لپاره خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړي او هغه څه يې چې په دغه سفر کې له نږدې لیدلي د هغوی پر خلاف یې د غربیانو تبلیغات پروپاګند بللی او همدا راز یې د هېواد په کچه د امنیت رامنځته کولو، د بنسټیزو پروژو پیل کول او نورو پروژو ته امیدواري ښودلې.
د ملي دفاع سرپرست وزیر ویلي؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، کومې ستونزې چې شتون لري، ډیر ژر به حل شي، هیڅ شی له امنیت څخه بهتر نه وو، نن ورځ هغه د خدای (ج) په بشپړ نصرت او د خلکو په قربانیو سره په دغه ځمکه راغلی دی، باید شکرانه ادا کړو او د دغه فرصت څخه په استفادې سره به د هېواد په پرمختګ کې برخه واخلو.