د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور په اروپا کې له یو شمېر مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې په اروپا کې مېشتو افغان علمي او فرهنګي شخصیتونو په ټول هېواد کې د امنیت او ملي حاکمیت پر ټینګښت، اداری فساد سره د مبارزې او د نشه یي توکو په له منځه وړلو، د ملي پروژو پلي کېدو په ځانګړې توګه د کانونو د سکټور په برخه کې د اسلامی امارت له کړنو او لاسته راوړنو څخه خوښی څرګنده کړې.
یادو شخصیتونو له هېواد څخه بهر د افغانانو د تخنيکي، علمي او فرهنګي ظرفيتونو د جلب او جذب لپاره د لا زياتو فرصتونو او اسانتياوو رامنځته کولو غوښتنه کړې او ویلي يي دي؛ زيات شمېر هغه افغان علمي، فرهنګي شخصيتونه او پانګوال چې په بهر کې مېشت دي لېوالتيا لري، چې د دوی لپاره په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسبه زمینه او نورې اسانتیاوې برابرې شي تر څو دوی بېرته خپل هېواد ته راستانه او د خدمت جوګه شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی، واحد حکومت رامنځته شوی، اداري فساد تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی دی، د نشه یي توکو کښت او تولید له منځه وړل شوی.
شیخ شهاب الدین دلاور زیاته کړې، د هېواد په ټولو برخو کې خلک په خوندي او سوله ایز چاپیریال کې ژوند کوي.
سرپرست وزیر ویلي؛ افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دى، په بهر کې مېشت افغانان کولاى شي په پوره ډاډ سره خپل هېواد ته راستانه شي او د هېواد په بيارغونه او پرمختګ کې ونډه واخلي.