ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: هرات کې تېر کال څه‌باندې ۴۵۴ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ هرات ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۴۵۴ زره او ۷۳۳ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۲۷۹ زره او ۴۳۰ برېښنایي او ۱۷۵ زره او ۳۰۰نورې یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي محب الله هدایت ویلي؛ چې هره ورځ شاوخوا ۲ زره او ۴۰۰ کسان د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.
ښاغلی هدایت زياته کړې، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې ۲۷ زره او ۶۰۳ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۴۹ زره او ۷۶۶ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (زېږون کارتونه، د مړینې پارچې، ودونو او طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د هرات ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو درې وېش څانګې فعالې دي چې نارینه او ښځینه غوښتوونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
دغه راز په یادو څانګو کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو له وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (مثنی پېژندپاڼې وېش او د پېژندپاڼې نوي کول) هم وړاندې کېږي.
د یادونې وړ ده؛ د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.