ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقلیمي بدلون په تړاو پیل شوی درې ورځنی ملي بحث پای ته ورسېد

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او په افغانستان کي د ناروې کمېټې له لوري د اقلیمي بدلون په تړاو پیل شوی درې ورځنی ملي بحث پای ته ورسېد.

د چاپېریال ساتني ملي ادارې مسلکي او پالیسۍ مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد د اقلیمي بدلون په تړاو جوړ شوي بحث په پای کې ویلي؛ د څېړنو پایلې کولی شي چې د اړوندو ادارو سره د اقلیمي بدلون په برخه کې د پالیسۍ او ستراتیژۍ په جوړولو کې رغنده مرسته وکړي او د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه به د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د فعالیتونو د چټکتیا او پیاوړتیا لامل شي.

ښاغلي عابد ټینګار کړی، چې د افغانستان د چاپېریال ملي پالیسۍ په بنسټ د اقلیمي بدلون مدیریت د اسلامي امارت د اساسي لومړیتوبونو څخه دی او له اقلیمي بدلون سره یې د سازښت په تړاو د اوبو سرچینو د مدیریت، زراعت، د ځنګلونو  او څړځایونو بیا احیا کول او نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې په ملي کچه ستر پروګرامونه تر کار لاندې نیولي.

نوموړي ویلي؛ اوسمهال په افغانستان کې د پروژو د پلي کېدو لپاره ښه زمینه برابره ده، په هېواد کې بشپړ امنیت دی، اداري فساد نشته، بشري ظرفیتونه موجود دي او په شفاف ډول ملت ته حساب ورکول کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې کار کولو ته ژمن او له ټولو شرکاوو سره بشپړه همکاري کوي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسلکي او پالیسي مرستیال له نړیوالو لاندې وړاندیزونه او غوښتنې وکړې:

  • افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغیزو څخه د نړۍ په کچه تر ټولو اغېزمن او زیانمن هېواد دي؛ نو دا پر نړیوالو د افغانستان حق دی چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.
  • د نړیوالو لخوا د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان ۳۲ پروژې چې د نړیوالو مالي میکانیزمونو  (GEF, GCF, AF)څخه تمویل کېدې؛ ځنډول شوې دي چې دا باید ژر تر ژره پیل او پلي شي.
  • د اقلیمي بدلون په برخه ټولو مالي میکانیزمونو ته د افغانستان لاسرسی خصوصا (د اقلیمي بدلون په برخه کې د خساراتو او ضایعاتو) نوي صندوق ته؛ ځکه افغانستان د ټولو چاپېریالي کنوانسیونو رسمي غړیتوب لري او ټولو ژمنو ته یې ژمن دی.
  • په سیمه ییزه او نړیواله کچه چاپېریالي غونډو خصوصا د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون په ټولو غونډو کې د افغانستان ګډون.
  • د اقلیمي بدلون او چاپېریالي مسایلو سره باید سیاسي برخورد ونه شي.
  • له افغانستان سره باید په مالي او تخنیکي برخو کې له اقلیمي بدلون څخه په پراخه کچه د یوه زیانمن شوي هېواد په حیث ملاتړ وشي.

د یادونې وړ ده چې د دې بحث په پایلو کې دا معلومه شوې، چې د اقلیمي بدلون د ناوړه اغېزو قربانیان د افغانستان عام خلک دي او ټول زیانونه یې د ټولنې غریب وګړي ګالي، چې دې موضوع ته په کتو د بحث ټولو ګډونوالو په یوه غږ له نړیوالو غوښتي، چې چاپېریالي موضوعات سیاسي نکړي، د افغانستان ځنډول شوې پروژې ژر تر ژره پیل او افغانستان ته د اقلیمي بدلون له امله د اووښتو زیانونو تاوان ورکړي.