ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

متقاعد نظامي کارکوونکي د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د بالمقطع کارکوونکو په توګه ګمارل کیږي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه.

د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون په دې غونډه کې، د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعې عمومي قومندانۍ منسوبينو ته د پروازونو سردستي او امتياز اجرا کولو څرنګوالي او د دې وزارت په چوکاټ کې د بالمقطع کارکوونکو په توګه د نظامي متقاعدو کارکوونکو ګمارلو او همداراز د نظامي تشکيل لرونکو ادارو د کادري امتيازاتو، حق الخطر، قضايي، څارنې او روغتيايي او همدارنګه د هوايي ډګر د ګمرکي کارکوونکو د حق الزحمې او د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې اجرا کولو او بودیجې سقف د اصول نامې ارزونې په اړه، هر اړخيز بحث وشو او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.