کابل والي د یاد ښار د ۱۳ مه ناحیې له اهل تشیع علماوو او مشرانو سره د دې ولایت په مقام کې لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې راغلو علماوو د اسلامي امارت له لوري له اهل تشیع هېوادوالو سره د ښه چلند په پار مننه وکړه او خپلې شته ستونزې او وړاندیزونه یې له کابل والي سره شریک کړل.
کابل والي په دې لیدنه کې اهل تشیع علماوو او مشرانو ته ښه راغلاست وویل، د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د حل ډاډ یې ورکړ.
ښاغلي خالد زیاته کړه؛ افغانستان د سني او اهل تشیع هېوادوالو ګډ کور دی او دا د دیني عالمانو مسولیت ده، چې د هېواد ټول قومونه سره متحد وساتي.

