ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال په افغان-قزاق سوداګریز فورم کې؛ د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ نوښت د ستایلو دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د افغان-قزاق په سوداګریز فورم او نندارتون کې ګډون او وينا کړې.

د افغان ـ قزاق سوداګرۍ فورم او نندارتون د پرانستې په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا پر سیاسي مرستیال سربېره د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د کابینې یو شمېر غړو، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، د یوناما مشرې او ګڼ شمېر قزاق او افغان سوداګرو برخه او ګډون درلود.

دې ناستې ته په خپله وینا کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د امن او سیاسي ثبات تر راوستلو وروسته په افغانستان کې پانګونې او اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړې ده.

مولوي عبدالکبير د افغان-قزاق سوداګرۍ فورم او نندارتون د جوړېدو او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ برخې مسولینو د نوښت په ستایلو سره زیاته کړې، افغان بازار د قزاقي توکو لپاره مناسب ځای دی.

د رياست الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان او قزاقستان سوداګریزې اړیکې د دواړو لوریو لپاره خورا ګټورې وبللې او له قزاق چارواکو یې غوښتنه کړې، چې د هغه هېواد سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

 مولوي عبدالکبير کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت یې په افغانستان کې له پانګونې ملاتړ کوي او اسانتیاوې ورته برابروي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د افغانستان پر بانکي سیستم د محدودیت او بندیزونه لرې کولو او د افغانستان شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې او ویلي يي دي، افغانستان له ټولو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا او پياوړتیا غواړي.