ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي محمد یعقوب مجاهد او مالیزیایي پلاوي لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو په لا پیاوړتیا ټینګار شوی

د مالیزیا هېواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر کړی او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد سره پخپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او په مالیزیا هېواد کې له افغان کډوالو سره د مالیزیایي خلکو او دولت د ښه چلند او له افغانستان سره د دغه هېواد د اوږد مهاله اړیکو یادونه کړې او ویلي يي دي؛ مالیزیا یو پیاوړی او لوی اسلامي هېواد دی، هیله مند یم چې دغه تګ او راتګ لا پیاوړی شي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد زیاته کړې؛ چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې اشغال له منځه تللی او جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې ده او په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت رامنځ ته شوی دی.

نوموړي ویلي؛ په افغانستان کې د داعش په شمول هیڅ یوه ډله په فزیکي ډول شتون نه لري او اسلامي امارت به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې څخه ګاونډیو او سیمې هېوادونو ته ګواښ رامنځ ته کړي.

په پای کې دغه پلاوي افغانستان او مالیزیا دوه دوست هېوادونه بللي او پر هر اړخیزو همکاریو یې ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې په افغانستان کې یې څه لیدلي د خپل هېواد لوړ پوړیو مسولینو ته به یې ورسوي.