ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج الدین حقاني: موږ له ټولې نړۍ سره د نږدې اړیکو او تعامل غوښتونکي یو

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د مالیزیا هېواد د کورنیو، بهرنیو چارو او دفاع وزارت استازو او د لومړي وزیر د دفتر سلاکارانو سره پرون په کابل کې لیدنه کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ افغانان د خپلې ازادۍ او هېواد خاوندان دي. دلته امن ټینګ دی، د افغانانو ترمنځ وحدت رامنځته شوی دی.

خلیفه سراج الدین حقاني زیاته کړې؛ موږ ټولې نړۍ سره، بالخصوص اسلامي نړۍ سره نږدې اړیکې او تعامل غواړو.

 مالیزیا یو پرمختللی اسلامي هېواد دی، موږ یې باید له هغو تجربو څخه چې زموږ جغرافیې او تاریخي موقعیت سره پخلا دي، استفاده وکړو.

مېرمن داتو دوکتور شازلینا، د سایبري امنیت او ډیجیټلي جرمونو په برخه کې د مالیزیا د هڅو او ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او ژمنه یې کړې، چې د موجوده نظام سره به تجربې شریکې کړي.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د کورنيو چارو وزارتونو ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې، د پوليسو روزنې او د دواړو لورو ترمنځ د همکاريو او تجربو د تبادلې په اړه خبرې شوي دي.