ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ د لمریزې او بادي برېښنا د تولید، سوداګریزو مرکزونو او کرنیزو کمپلېکسونو د جوړولو په طرحو خبرې شوي

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د لمریزې او بادي برېښنا د تولید، سوداګریزو مرکزونو او کرنیزو کمپلېکسونو د جوړولو طرحو په اړه خبرې شوي دي.

په غونډه کې له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري په هرات ولایت کې د ۵۰ مېګاواټه بادي برېښنا، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا، د غزني ولایت په مرکز کې تر ځمکې لاندې د سوداګریز مارکېټ جوړولو، د هېواد په پينځو زونونو کې د کرنیزو کمپلېکسونو رامنځته کولو او همدارنګه په کابل ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحو په اړه هر اړخیز بحث شوی دی.

له هر اړخیزو خبرو وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دندې سپارل شوي، څو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نظرونو په پام کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، تخنیکي او اقتصادي اړخونو د ارزونې په موخه ګډ مجلسونه وکړي او خپل راپورونه په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.