ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

برازیل کې د سیلابونو له امله شاوخوا ۵۷ کسان مړه شوي

د برازیلي چارواکي وايي، چې د دغه هېواد په (ریو ګرانډ دوسول) ایالت کې د توپانونو، سیلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله شاوخوا ۵۷ کسان مړه شوي او ۷۴ نور ټپیان دي.

د مسولینو په وینا؛ د یادو سیلابونو له امله ۳۷۳ تنه لادرکه او شاوخوا ۱۰ زره نور بېځایه شوي دي.

دغه‌راز د یاد ایالت چارواکو خبرداری ورکړی، چې د اوبو د کچې سرعت په بندونو فشار راووړي او د پورتو الیګري ښار ۱.۴ میلیونه نفوس ګواښي.

د دې تر څنګ د یاد هېواد په ځینې سیمو کې ترانسپورټ زیانمن شوی او د پورتو الګري په نړیوال هوايي ډګر کې الوتنې ځنډېدلې دي.

له دې وړاندې هم په یاد هېواد کې د توپانونو له امله زرګونه کسان وژل شوي وو.