ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امریکا دفاع وزارت په حواله د نشر شوي جعلي سند په تړاو د اسلامي امارت غبرګون

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د امریکا دفاع وزارت په حواله رسنیز شوی جعلي سند د همېشني پروپاګند برخه ګڼلې ده.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د امریکا دفاع وزارت په حواله رسنیز شوی جعلي سند، د همېشني پروپاګند برخه ده. ځینو غربي رسنیو راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د امریکا د دفاع وزارت یو ډاګیزه شوی سند ښيي چې افغانستان په اصطلاح د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی، موږ دا ادعا په کلکه ردوو.

ښاغلي مجاهد وايي، چې افغانستان د سیمې په کچه په یو امن هیواد بدل شوی، د سږ کال کوچنی اختر یې ترټولو ښه بېلګه ده چې له نېکه مرغه په ټول هیواد کې هیڅ امنیتي پېښه تر سره نه شوه.

نوموړی زیاتوي؛ همدا راز په سیاسي او دیپلوماتیکه برخه کې هم له نړیوالو سره د مسلسلو پرمختګونو او تعامل شاهدان یو، په داسې زماني مقطع کې بې مسئولیته ادعاوې او خودساخته اسناد خپرول د هغو استخباراتي مغرضو کړیو کار بولو چې په افغانانو یې ښه حالت نه لوریږي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت په هیواد بشپړ کنټرول لري او هېچاته اجازه نه ورکوي، چې افغانستان د کوم بل هېواد د امنیت په ضد استعمال شي، خصوصا د داعش غوندې فتنه ګره ډله سخته ځپل شوې او د محوې کیدو په حال کې ده.

د ښاغلي مجاهد په وینا؛ دا چې د اسلامي امارت له تعهداتو او عملي اقداماتو سره سره بیا هم افغانستان نړۍ ته خطر معرفي کیږي او د دې پرځای چې دلته د موجود امن، ثبات او اسلامي امارت د مثبتو پیغامونو هرکلی وشي، دا ډول مغرضانه راپورونه د دې ښکارندوی دي، چې په امریکا کې ځیني کړۍ لا هم دافغانستان له خلکو سره له کینې او دښمنۍ څخه نه دي لاس په سر شوي.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کوي؛ ټول باید پوه شي چې اوس عامه ذهنیت په دا ډول ناکامه هڅو نه تېر ایستل کیږي.