ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت مطبوعاتي اعلامیه

د افغانستان اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو په هڅو او د هېوادوالو په همکارۍ الحمدالله د روژې مبارکه میاشت او د کوچني اختر ورځې په بشپړ امنیت او ارامۍ تېرې شوې.

د امنیتي ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ او اغېزناک امنیتي پلان له امله ټولو هېوادوالو د اختر خوښۍ له خپلو کورنیو سره په سوله ییزه او ډاډمنه فضا کې تېرې کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د افغانستان ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست د مشرتابه او په ځانګړي ډول د ټولو امنیتي ځواکونو مننه او قدرداني کوي، چې شپه او ورځ یې د هېوادوالو د امنیت ساتلو هڅې وکړې او بشپړ امنیت یې تضمین کړ.

دغه راز له خپلو هېوادوالو څخه هم مننه کوي، چې له امنیتي ځواکونو سره همکار وو.

امنیتي ځواکونو ثابته کړه، چې د هېواد د ساتلو او امنیت د ټينګښت مسوولیت په ښه ډول ترسره کولای شي او هیچا ته به په افغانستان کې د نا امنۍ او یا چاته د ګواښ پېښولو اجازه ورنه کړي.

د اسلامي امارت ځواکونه د پولادي غره په څېر د هر ډول خنډ پر وړاندې د درېدلو وړتیا لري او باید حساب ‎پرې وشي.

په پای کې له ټولو هېوادوالو غواړو، چې د امنیتي وضعیت او ډاډمنې فضا په ساتلو کې له امنیتي ځواکونو سره خپله همکاري تلپاتې وساتي.

یو ځل بیا د امنیتي ادارو له مشرانو او ټولو سر سپارلو مجاهدینو څخه مننه او له پاک رب څخه ورته د عظیم اجر دعا کوو.

د سوکاله، سوله ییز او مرفه افغانستان په هیله

مولوي عبدالکبیر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال