ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د بغلان علماوو شورا غړو سره په لیدنه کې؛ موږ د خپلو ولسونو خدمت کوونکي او ملا تړي یو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د علماوو شورا له غړو سره لیدنه کړې.

غونډه کې د بغلان ولایت د علماوو شورا رییس شيخ صاحب کمال الدين، د دې شورا مرستیال شیخ صاحب عبدالحى صالحي او نورو غړو شتون درلود.

د بغلان ولایت د علماوو شورا رییس د خپلو خبرو پر  مهال په هېواد کې د اسلامي نظام د حاکميت، سرتاسري امنیت د ټینګښت، په  بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د ښو لاسته راوړنو او له هېوادوالو سره د مسولینو پر نېک چلند خوښي څرګنده کړې ده.

دغه راز یې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو سره د اسلامي امارت د رهبرۍ خواخوږي، پر وخت د مرستو رسولو او ستونزو ته له رسېدنې څخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د بغلان ولايت ولسونه د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دي او کلک ملاتړ يې کوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، بغلان کې د راغلو سېلابونو له امله زموږ هېوادوالو ته بې شمېره ځاني او مالي تلفات اوښتي دي.

موږ پر دغه رامنځته شوې غمیزه خواشیني يو، شهیدانو ته جنت الفردوس، قریبانو ته یې جمیل صبر او زخمیانو ته د الله تعالی له دربار څخه د عاجلې شفا غوښتونکي یو.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ زموږ راتګ یوازې د دې لپاره نه و چې تاسو ته تسلیت ووایو، بلکې دا زموږ مسولیت دی موږ پر افغانستان حاکمان نه، بلکې د دې ولس خادمان یو.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ که له یوه لوري له دې لویې غمیزې سره مخامخ شوي یو، خو له بل لوري ویاړم چې د بغلان د ولسونو تر منځ مینه، یووالی او یو د بل لاس‌نیوی شتون دى، چې ویاړ مې ورباندې وکړ.