د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي پوتزل د افغانستان په سراسري امنيت خوښي ښودلې او د امنیت ټينګښت لپاره یې د اسلامي امارت د امنيتي ځواکونو هڅې ستايلې دي.
د يوناما سياسي مرستيال د رياست الوزرا اداري معاونیت ته د افغانستان د مسايلو په تړاو د قطر دوحه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي؛ په دې غونډه کې چې د ۲۲ هېوادونو او دوو نړيوالو سازمانونو استازي به ګډون پکې وکړي، د افغانستان، سيمې او نړۍ د دايمي امنيت، بشري حقونو او د افغانستان اړوند نورو موضوعاتو په اړه به بحث او خبرې وشي.
نوموړي د امنیت تامين، نشه يي توکو او اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې د اسلامي امارت اقدامات ستايلي او ویلي یې دي، چې دغه اقدامات د اسلامي امارت او نړيوالې ټولنې ترمنځ پر تعامل مثبت اغېز کوي.
مولوي عبدالسلام حنفي له ښاغلي مارکوس پوتزل سره پر کتنې خوښي ښودلې او د اسلامي امارت د مسولينو او يوناما ترمنځ د دوه اړخيزه غونډو ترسره کېدل يې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د همغږۍ زياتوالي لپاره مهمې بللې دي.
ښاغلي حنفي زياته کړې، چې اسلامي امارت د اسلامي شريعت او خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې نړيوالو قوانينو، بشري حقونو، زده کړو او د مطبوعاتو ازادۍ ته احترام کوي.
نوموړي د سراسري امنيت تامين، د نشه يي توکو کښت، سوداګري، قاچاق او استعمال بشپړ بنديز او اداري فساد له منځه وړل د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې بللې او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت هېڅ ډلې او فرد ته د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډيو او نورو هيوادونو پر ضد د استفادې اجازه نه ورکوي.
ښاغلي حنفي هیله څرګنده کړې، چې د دوحې غونډې ګډونوال په پورته برخو کې د اسلامي امارت مثبتو او مهمو اقداماتو ته په پام اغېزناک او مثبت تصميمونه ونيسي.

