ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حج او اوقافو وزارت افغان حاجیانو ته د پخوا په پرتله غوره اسانتیاوې رامنځته کوي

د حج او اقافو وزارت مسلکي مرستیال شیخ زرمحمد د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې روان کال حج ته د تلونکو کسانو لپاره د ښوونکو، د اوسېدو ځای او ټولې نورې اسانتیاوې په نظر کې نیول شوې او لا هم په سعودي عربستان کې افغان پلاوی هڅه کوي، تر څو افغان حاجیانو ته د حج په موده کې د پخوا په پرتله غوره اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي دغه‌راز له مولوي عبدالکبیر سره د حج او اوقافو وزارت د لاسته راوړنو، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو په اړه خپل معلومات شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د حج او اوقافو وزارت ورستیو هڅو ته په اشارې سره ویلي، چې دغه وزارت دې په ټول هېواد کې د جوماتونو ساتنې او رغاونې ته جدي پاملرنه وکړي او روان کال دې حاجیانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.