د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د ګډون شرطونه په ځای ګڼلي او زیاته کړې یې ده؛ ټول په دې اند دي، چې د اسلامي امارت له شتون پرته به دغه ناسته بېپایلې وي.
په دغه لیدنه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په اقتصادي، سیاسي، روغتیایي، د زیربنایي پروژو پلي کېدو او د بانکي سکتور په برخو کې د دواړو هېوادونو د لازمو همکاریو د زیاتوالي ژمنه کړې.
ښاغلي محمد بن عبدالعزیز الخلیفي دغه راز ویلي؛ قطر هېواد په پام کې لري، چې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه کندهار کې یوه ۴۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي.
ورته مهال ښاغلي متقي د دوحې ناستې د موضوعاتو په تړاو د اسلامي امارت دریځ څرګند کړی او د دې ناستې له یو شمېر موضوعاتو څخه، چې د اقلیمي بدلون، خصوصي سکتور او نشهیي توکو په اړه دي، خوښي څرګند کړې.
د دې ناستې په پای کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مولوي امیر خان متقي ته قطر ته د سفر بلنه ورکړې ده.

