ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انررژي وزیر غزني کې د نژدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي لس چک‌ډېمونه ګتې اخیستنې ته وسپارل

د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور غزني کې د یو شمېر امارتي مسولینو او ګڼ شمېر ولسي خلکو په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت لخوا د نژدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي لس چک‌ډېمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل.

یاد چک‌ډېمونه چې د باران او واورې د اوبو د زیرمه کولو، د سېلابونو د تخریب د مخنیوي،  فصلونو د خړوبولو او ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه جوړ شوي دي؛ د سیمې خلکو د وزارت له دغه نوښت او خدمت څخه خوښي ښودلې.

د اوبو او انرژي وزیر له دې وړاندې د غزني له والي حافظ محمد امین جان عمري او مرستیال والي مولوي رحیم الله محمود سره د یوې ناستې په ترڅ کې په غزني ولایت کې د اوبو او انرژي د روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې کړي.

ملا عبداللطیف منصور دوی ته ډاډ ورکړی، چې د اوبو او انرژي وزارت به د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې په یاد ولایت کې لا زیاتې پروژې پلي کړي.