ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حصایې او معلوماتو ملي اداره: سمنګان ولایت کې تېر کال څه‌باندې ۸۶ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د حصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د سمنګان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۸۶ زره او ۵۷۲ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۶۱ زره او ۴۹۳ برېښنایي او ۲۵ زره او ۷۹ نورې یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حبیب‌الله وقاص ویلي، هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ کسان د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

ښاغلي وقاص زياته کړې، د مرکز په ګډون د یاد ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې دوه زره او ۷۲۳ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۰ زره او ۴۶۰ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۹ زره او ۸۱۲ زېږون کارتونه او ۶۴۸ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د سمنګان ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوه وېش څانګې فعالې دي، چې ښځینه او نارینه غوښتونکو ته د نویو پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونو له ډلې د مثنی پېژندپاڼې د وېش خدمتونه هم وړاندې کوي.

 د یادونې وړه ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.