د نړیوالو رسنیو راپورونو له مخې، د پاپوا نيو ګېني له پلازمینې مورسبي څخه شاوخوا ۶۰۰ کیلوميټره ليرې د انګام ولایت په کاوکلم سیمه کې تېره ورځ سهار وختي د ځمکې ښوېدنې پیښه رامنځته شوې، چې له امله یې له ۳۰۰ څخه زیات خلک د خاورو لاندې شوي.
راپورونو زیاته کړې، د دویم ځل د ځمکې ښوېدنې وړاندوینې له امله د زیانمن شوو سره مرسته کول ستونزمنه شوې.
د بیړنیو خدمتونو رسولو یو اسټرالیايي بنسټ ویلي؛ تر اوسه د پینځو تنو جسدونه له خاورو را ویستل شوي او په سلګونو نور خلک لا هم د خاورو لاندې دي.
یاد بنسټ زیاته کړې؛ چې ځمکه اوس مهال هم په لړزیدلي او یون حال کې ده، همدې وضعیت د زیانمنو شویو سره بېړنۍ مرسته ستونزمنه کړې، چې په وینا یې یواځې د هوا له لارې کولی شو، زیانمن شویو ته مرستې ورسوو.
پاپوا نېو ګېني د ارام سمندر په جنوبي برخه کې پروت ټاپو ډوله هېواد دی، چې تر نورو هېوادونو اسټرالیا او نیوزيلينډ ته نېږدې دی.

