د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د روسیې او اسلامي نړۍ په ۱۵مې نړیوالې اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه تاتارستان ته د خپل سفر راپور د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړی دی.
نورالدین عزیزي یاد سفر د افغانستان د صادراتو او سوداګرۍ په برخه کې له ډېرو لاسته راوړنو ډک بللی او ویلي يي دي، روسي شرکتونو او بنسټونو په افغانستان کې د پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
ښاغلي عزیزي زیاته کړې، په یاد سفر کې یې د اسلامي امارت ښه استازولي کړې او د غونډې ګډونوالو ته یې ډاډ ورکړی چې افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له نورالدین عزیزي څخه مننه کړې او د یاد سفر یې مثبت بللی.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د اسلامي امارت لخوا د لوړ رتبه مسولینو دا ډول سفرونه د دې څرګندونه کوي، چې اسلامي امارت د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو په شمول له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر بنسټ تعامل غواړي.

