ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ازموینو ملي ادارې رییس او د پوهنې وزیر لیدنه؛ د کانکور ازموینې بهیر کې په لا روڼتيا، دقت او خوندیتوب ټینګار شوی

د ازموینو ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني د پوهنې له وزیر مولوي حبیب الله اغا سره په لیدنه کې، د کانکور ازموینې د اخیستلو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو، د دواړو ادارو ترمنځ د متقابلې همکارۍ او یو شمېر مهمو موضوعاتو په تړاو بحث او نظرونه تبادله کړي دي.

د ازموینو ملي اداري رییس په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د کانکو ازموینې لپاره د پوښتنو د ترتیب او ازموینې اخیستلو د پروسې په اړه د پوهنې له وزیر سره هر اړخیزې خبرې کړي او ويلي يي دي؛ ياده اداره جدي هڅه کوي، ترڅو په مرکز او ولايتونو کې د کانکور ازموينې د ګډون والو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه د ازموینې ملي ادارې پلاوي د پوهنې وزارت مشرتابه ته، د کانکور ازموينې لپاره د پوښتنو د چمتو کولو، د ازموينې سيمو ته د هغو د لېږد او په نورو اړوندو چارو کې د روڼتيا، دقت او خوندیتوب په تړاو ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، د کړنلارې سره سم به د دواړو ادارو ترمنځ په پوره همغږۍ او دقت سره لازمې کړنې ترسره شي.

د پوهنې وزیر د کانکور ازموینې په بهیر کې پر روڼتیا د ټینګار ترڅنګ، د یادې ادارې له همکاریو او هڅو څخه مننه او قدرداني کړی.

مولوي حبیب الله اغا یاد پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې د یاد وزارت ټولې څانګې د ازموینو ملي ادارې سره هر ډول همکاریو ته چمتو دي.