ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال بغلان ته د سېلاب ځپلو وضعیت ارزونې په موخه سفر کړی

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بغلان ته د سفر په ترڅ کې له ځایي مسولینو او سېلاب ځپلو ته د مرستو رسونې په موخه د جوړې شوې کمېټې له غړو سره کډه ناسته ترسره کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي د یاد ولایت له ځایي مسولینو سره په ګډه ناسته کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو ته د مرستو رسونې د روانې پروسې پر لا ښه مدیریت او چټکوالي ټینګار کړی.

نوموړي سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو په برخه کې د بغلان ولایت ځایي مسولینو او د جوړې شوې کمېټې غړو هڅې ستایلي او د سېلاب له امله یې زیانمنو شویو ته د روانو مرستو لړۍ د لا چټکوالي هیله څرګنده کړې.

سېلاب ځپلو ته د مرستو رسونې په موخه د جوړې شوې کمېټې مسولینو د یادې کمېټې له لخوا پر سېلاب ځپلو د وېشل شویو مرستو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

وړمه شپه هم د بغلان ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې خونړي سېلابونه راوتلي وو، چې له امله یې خلکو ته ګن مالي زیانونه اوښتي دي.