د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي بلخ ولایت ته د سفر پر مهال د نایب اباد او PORT5 اوسپنې پټلۍ له سټیشنونو د لیدنې پرمهال اړوند مسولینو ته لارښوونه کړې، چې د یادو سټیشنونو غیرې ریلي ترمیمات دې ژر تر ژره پیل کړي، تر څو یاد ستیشنونه فعال شي.
دغه راز بلخ ریاست ته هدایت ورکړل شو چې حیرتان بندر کې Park B د صادراتي توکو لپاره چمتو کړي.
په دې سفر کې د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ اړوند د انتقالاتو ترسره کوونکي قراردادي کمپنۍ سوگډیانا ټرانس سره په امنیتي پلان تر بحث وروسته لاسلیک شو، چې په اساس به یې د رېل پټلۍ اړوند قوش تیپې کانال د پل تر جوړېدو وروسته د مزارشریف ښار پورې سوداگریز توکي لېږدول کیږي.
د دې تر څنګ د رېل پټلۍ اړوند د قوش تیپې کانال پل د جوړېدو او قوش تیپې کانال له ځینو برخو لیدنه شوې او له اړوند مسولینو سره په خبرو کې هیله ښودل شوې، چې د دې پل د جوړیدو چارې ژر تر ژره پای ته ورسیږي، څو له حیرتان بندر تر مزارشریف ښار هوایي ډگر پورې سوداگریز توکي ولېږدول شي.
همدارنګه د اوسپنې پټلۍ ادارې اړوند حیرتان بندر کې د جوړېدونکي اداري تعمیر لپاره موقعیت مشخص او د اوسپنې پټلۍ له حفظ او مراقبت برخې د نظارت ترڅنگ د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ د محافظت قطعې له مسولینو سره لیدنه شوې.
یاد پلاوي د بلخ اوسپنې پټلۍ ریاست له رییس او کارکوونکو سره په غونډه کې اړینې لارښوونې شوې، ستونزې، وړاندیزونه او مشورې یې اورېدل شوې او د لا زیاتو همکاریو د ډاډ ورکولو ترڅنگ یې کړنې ستایل شوې دي.

