د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر سپیدار ماڼۍ کې د پروان ولایت جبل السراج ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علمای کرامو سره لیدنه.
قومي مخورو او علماوو ویلي، د اسلامي نظام په راتګ سره د پروان ولسونه له زورواکو او غاصیبنو څخه خلاص شوي او په یوه او بل نوم نه ځورول کېږي.
دوی د اسلامي نظام د ملاتړ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، د نظام د پاېښت په موخه له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي او نه غواړي، چې یو ځل بیا افغانستان د جګړې ډګر وګرځي.
همدارنګه یادو علماوو او قومي مشرانو په جبل السراج ولسوالۍ کې د جامع جومات او یو شمېر هټیوالو د ستونزو د حل لپاره خپل وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ قومي مخور، علماء او عام ولسونه اسلامي امارت ته ځانګړی ارزښت لري او په هره کچه د مسولینو دروازې د هغوی پر مخ پرانیستې دي.
مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، له جهادي دورې وروسته د اسلامي امارت پالیسي پر بیارغونه او افغانانو ته پرخدمت کولو څرخي او هڅه کوي چې له کورنیو عوایدو د خلکو ستونزې هوارې کړي.
نوموړي زیاته کړې، د جبل السراج د خلکو پر وړاندېزونو به غور وشي او ټول اړوند مسولین به یې د حل لپاره اقدامات وکړي.

