د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي )یونما( له ځانګړې استازې اغلې رزا اوتنبایوا سره لیدنه کړې او د دوحې د دریمې ناستې په اړه یې ورسره خبرې کړي.
په دې لیدنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د کوکنارو د کښت صفر ته د راټیټولو په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو په اړه خبرې کړي او د هېواد بزګرانو ته یې د بدیل معیشت په رامنځته کولو کې د نړیوالو سازمانونو د همکارۍ غوښتنه کړې.
د کرنې وزیر ویلي؛ هیله لرو چې د ملګرو ملتونو اداره او د کرنې په برخه کې فعالې نورې موسسې د کوکنارو د بدیل کښت په پیژندنې او له بزګرانو څخه د ملاتړ په هکله لا ډېر تمرکز وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د کوکنارو په کښت بندیز لګولی دی او زموږ هیله دا ده، چې د بزګرانو ملاتړ وشي او د دوی لپاره مناسب بدیلونه چمتو شي ترڅو دوی د ژوند اړتیاوې پوره کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویلي؛ د دوحې په درېیمه ناسته کې به په افغانستان کې د خصوصي سکټور، بانکدارۍ او نشه یي توکو پر مسلې خبرې وشي، چې په کې د ۲۵ هېوادونو، درې نړیوال بنسټونه او د اسیایي بانک او پراختیایي استازي ګډون کوي.
رزا اوتنبایوا زیاته کړې، د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت د استازي ګډون د کوکنارو د بدیل د پیژندنې او د تمویل کوونکو د پام اړولو لپاره مهم دی او دا یو ښه زمینه دی.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني ویلي؛ اسلامي امارت په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته راټیټه کړی، خو ملګري ملتونه او د هغې همکارو موسسو د افغانستان خلکو او بزګرانو ته هیڅ کار نه دي کړي، په داسې حال کې چې د کوکنارو په کښت بندیز د افغانستان او نورو هېوادونو په خلکو مثبت اغیز کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د دفتر مرستیالې ثریا بوزرکوا ویلي؛ موږ باید د کوکنارو د کښت پر بدیل کار وکړو ترڅو د بزګرانو اړتیاوې پوره کړو. موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو او زموږ همکاري باید دوه اړخیزه وي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د محدودیت له لګولو وروسته، په خپلو کمو امکاناتو د کوکنارو د بدیل کښت لپاره پینځه کلنه طرحه جوړه کړې او د هغې د پلي کولو لپاره کار کوي.

