ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اصلاح شویو کرنیزو تخمونو ته د بزګرانو په لاس رسي دکرنې د وزیر ټینګار

د کرنې او مالداري سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري د کرنیزو تخمونو د تصدیق ریاست له کارکوونکو سره په غونډه کې اصلاح شویو کرنیزو تخمونو ته د بزګرانو په لاس رسي ټینګار کړی.

په دې غونډه کې د اصلاح شویو تخمونو د تصدیق ریاست کارکوونکو د تخمو د تولید پر ټولو پړاوونو، د کروندو د څارنې لړۍ، د تخم لپاره د بازارموندنې پړاو او د تخم د اصلاح د پړاوونو په هکله دکرنې وزیر ته معلومات وړاندې کړي.

ښاغلي عمري د بذري تخونو سکټور د پر ځان بسیاینې او پر خپلو پښو درېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان ټول بزګران باید اصلاح شوي او تصدیق شوي بذري تخمونو ته لاس رسی ولري، ترڅو د بذري تخمونو په برخه کې د افغانستان اوسني وضعیت بدل او د بذري اصلاح شویو تخمونو سکټور په خپلو پښو ودرېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کرنیزو تخمونو په برخه کې دکرنې وزارت باید نظارت کوونکی او پالیسي جوړوونکی واوسي او بزګران باید خپل د اړتیا وړ بذري تخمونه د بذري تخمونو تولیدي شرکتونو او د تخمونو له بانکونو ترلاسه کړي.

د بذري تخمونو د تصدیق ریاست دکرنې وزارت له ریاستونو څخه دی، چې د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو د کنټرول او تصدیق ورکولو مسولیت لري.