ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: ولس د اسلامي امارت سره یوځای د منفي تبلیغاتو په وړاندې مبارزه کوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پروان له ولایتي مسولینو سره په سپيدار ماڼۍ کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د پروان ولایتي مسولینو د یاد ولایت د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، دا مهال په پروان کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی، خلک له ولایتي ادارې سره همکار او په بېلابېلو برخو کې ښه همغږي رامنځته شوې ده.

یادو مسولینو ویلي؛ یاد ولایت ته د سړکونو رغولو، د استنادي دېوالونو، پلونو، پلچکونو او روغتیايي مرکزونو د جوړولو ترڅنګ دې د پراختیايي او بیارغونې پروژو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د پروان ولایتي مسولینو له هڅو او خدمت په مننې ویلي؛ د پروان، کاپيسا او پنجشیر ولایتونو په شمول ټولو مرکزي ولایتونو ته جدي پاملرنه کېږي او په هر اړخیزه توګه به د ولسونو غوښتنې په نظر کې ونیول شي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د اسلامي امارت په راتګ سره د ولسونو ذهنیتونه د اشغال له تبلیغاتو پاک شوي او خلک له اسلامي نظام سره همکار دي.

نوموړي همداراز د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې له خلکو سره د همکارۍ په فضا کې په مهربانۍ چلند او په بېلابېلو برخو کې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

 دغه راز سیاسي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د افغانستان ټول ولسونه خپل خلک بولي، له توپیري چلند پرته ورته خدمتونه وړاندې او د ستونزو د حل په برخه کې هر اړخیزه هڅې کوي