د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوګر ولایت د څرخ ولسوال مولوي محمد عبدالله په ګډون د دې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او علمای کرامو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې علماوو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام پر ټینګښت خوښي ښودلې او ویلي يي دي، ولسونه د اشغال په پای ته رسېدو سره خوښ او له اسلامي نظام سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
یادو علماوو او قومي مشرانو په څرخ ولسوالۍ کې د ښوونځيو، سړکونو او یوه اساسي روغتون د جوړېدو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د نورو پراختیايي پروژو پلي کولو غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د څرخ ولسوالۍ له قومي مشرانو او علماوو مننه کړې او د اشغال په وړاندې یې د دې ولسوالۍ د مجاهدینو او ولسونو سپېڅلی جهاد، قربانۍ او سختۍ ستایلي دي.
مولوي عبدالکبیر راغلو علمای کرامو او قومي مشرانو ته په خطاب کې ویلي، د لوګر په ځانګړي ډول څرخ ولسوالۍ د ستونزو د حل لپاره به اړوند ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي او د ستونزو په حل کې به یې هڅې وشي.

