ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېره میاشت کې هېواد ته د څه‌باندې درې زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د تېرې غويي میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته درې زره او ۱۴۳ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
یادې ادارې زیاته کړې؛ ثبت شوي ارقام ښیي، چې د روان کال په غويي میاشت کې د ۲۵ ښځینه‌وو په ګډون یو زر او ۶۴۳ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او یو زر او ۴۷۵ نور له هېواده وتلي دي.
د یادې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور ولایت، تورخم او حیرتان بندرونو او د کابل نړیوال او بلخ هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي او تللي دي.
دغه راز یاد ارقام ښيي، چې هېواد ته د راغلیو زیاتره بهرنیو وګړو د سفر موخه ګرځندویي او کار دی.
د يادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هېواد ته د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم پر غاړه لري.