د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن پرون جمعه په یو بیان کې ویلي؛ اسرائیلو په غزه کې د اوربند د ټينګښت لپاره داسې نوې طرحه وړاندې کړې، چې له مخې یې کېدای شي غزه کې سملاسي جګړه ودرېږي او یو شمېر اسیران ازاد شي.
بایډن زیاته کړې، چې د دغې طرحې د پلي کېدو په لومړۍ مرحله کې اوربند، له غزې څخه د اسرائیلو پوځيانو شاتګ او د یو شمېر بندیانو خلاصون شامل دی.
نوموړي ویلي، د یادې طرحې پلي کېدل کولی شي د اسرائیلو او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو په عادي کولو کې هم مرسته وکړي.
ویل کیږي، دغه طرحه حماس ته سپارل شوې.
حماس غورځنګ د بایډن دغو خبرو ته په غبرګون کې ویلي؛ هرې هغې طرحې ته چې دایمي اوربند او د اسرائیلي ځواکونو شاتګ په کې شامل وي، په مثبت نظر ګوري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د بایډن له دغو څرګندونو هرکلی کړی او له ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې له دغه زمینې څخه استفاده وکړي.
غزه کې د اوربند په اړه د اسرائیلو طرحه؛ حماس او د ملګرو ملتونو سرمنشي یې هرکلی کړی

