ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: د اسلامي امارت مسولین هېوادوالو ته خدمت کول خپل مسولیت بولي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر علماوو، مجاهدینو او مخورو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او شیخ حلیم هم شتون درلود، په پیل کې یادو علماوو، مجاهدینو او مشرانو خبرې کړې او د خپلو ولایتونو د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي مسایلو په اړه یې د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

 دوی د اسلامي امارت د مسولینو او مجاهدینو له لورې د امنیت ټینګښت، هوساینې او خلکو ته د خدمت ترڅنګ د سیمه ییزو ادارو پر حکومتولۍ، فعالیتونو او چارو په څرنګوالي خوښي څرګنده کړې او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې یادو ولایتونو کې د روغتیایي مرکزونو، مواصلاتي لارو، پراختیايي چارو او ځوانانو ته د کارموندنې د پیدا کولو برخو ته پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي علماوو، مجاهدینو او مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي؛ د اسلامي امارت دروازې د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانیستي دي، دغه راز یې د دوی د وړاندیزونو، نظریاتو او ستونزو د شریکولو هرکلی کړی.

مولوي عبدالسلام حنفي په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته خدمت د اسلامي امارت د مسولینو دنده او مسولیت یاد کړی او زیاته کړې یې ده، په مرکز او ولایتونو کې امارتي مسولین د خپل توان په محدوده کې هڅه کوي د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.